Banner

سويل ختيځ کې کورني تاوتريخوالى او.....

28.01.2009 11:22

سويل ختيځ کې کورني تاوتريخوالى اوسيمه ييز دودونه د ښځو دپر مختګ لوى خنډ
په سويل ختيځ زون کې،خوست،پکتيا اوپکتيکاکې دښځوپه وړاندې تاوتريخوالى دنوروکلونوپه پرتله مخ په زياتيدودى.
په ګرديزکې دبشري حقونوخپلواک کميسيون مشر ډاکتر رفيع الله بيدار په دې اړه وويل: (( د٢٠٠٧ ميلادي کال په پرتله په ٢٠٠٨ کال کې دښځوپه وړاندې تاوتريخوالي پيښې ديرش په سلوکې زياتې وې.))
نوموړي زياته کړه، په دغوپيښوکې ښځوته دنفقې نه ورکول،په نشه يي توکوروږدي کيدل اوپه جګړيزوحالاتوکې ددوى دماشومانووژل دي.
همدارنګه په دغوولايتونوکې ډيرى داسې ميرمنې هم شته چې اقتصادي وضع يې کمزورې ده اوديوې مړۍ ډوډۍ پيداکولو له پاره لالهانده ګرزي.
يوشميرميرمنې وايي چې که څه هم دوى په کورونوکې لاسي توکي جوړوي خوپه ډيره کمه بيه يې په کليوکې پلوري.
عاقله يوه له هغوميرمنوڅخه ده چې دګرديزپه ښارکې په خپلوګوتوجوړشوي شيان پلوري، وويل: (( دموږلاسي صنايع بازارنه لري اوپه ډيره کمه بيه يي په کليواوبانډوکې پلورو.))
همدارنګه دپکتيکاولايت ښځوچارورئيسه ګل اندام وردک وايي چې په دې ولايت کې ميرمنې له ډيروستونزوسره مخ دي،دوى په دولتي اداروکې کارنه کوي، له زدکړوبې برخې دي.
نوموړې زياته کړه، چې دپکتيکاپه ولايت کې دښځينه مسلکي کارکوونکودکمښت له امله ډيرى ميرمنې له روغتيايي ستونزوسره مخ دي اوددې ولايت په روغتيايي برخه کې يوازې څلورتنه ښځينه نرسانې کارکوي.
همدارنګه دښځوچارووزارت وياند ودان فراهي وويل: (( دپکتيکاپه ولايت کې له تيرودرې مياشتو راهيسې دښځوچارورياست په کارپيل کړى،خودمسلکي ښځينه کارکوونکونشتوالي له امله يې کارونه له ځنډ او خنډسره مخ دي.
نوموړي زياته کړه ، په دې ولايت کې دميرمنوله پاره اقتصادي پروژې تيارې شوې خودمرسته کوونکو مؤسسو نشتوالي له امله يادې شوې پروژې په ټپه دريدلې دي.
دغه يادشويوولايتونوکې بله لويه ستونزه چې ميرمنې ورسره مخ دي هغه داده چې کله چې دوى ښوونځي څخه فارغيږي، دوى ته دکورنۍ له خواپه دفترونوکې دکاراجازه نه ورکول کيږي.
دخوست ولايت ښځوچارورئيسې رڼاګل وويل: (( هغه نجونې چې له ښوونځي څخه فارغې شي دکورنۍ اوسيمه ييزدودله مخې حق نه لري چې په دفترياهم مؤسسه کې کاروکړي. ))
همدارنګه دپکتياولايت ښځوچارورئيسې حليمه خزان وويل: (( که څه هم ځينوهغه ميرمنو ته چې اقتصادي ستونزولري ځينې وړې پروژې ورکړې خوبياهم دډيروميرمنواقتصادي حالت کمزورى دى.))
نوموړې زياته کړې، په دې ولايت کې هغه ميرمنې چې په ليک اولوست پوهيږي په دفترونوکې ځکه کار نه کوي چې دکورنۍ له خواورته اجازه نه ورکول کيږي اوهغه لوى عيب ګڼي.
دشنوونکوپه وينا، په هيوادکې دزياتومرستوسره سره بياهم په ټوليزه توګه دښځوپه ژوندانه کې کوم مثبت بدلون نه دى راغلى اونه دژوندانه له لازموآسانتياووپه تيره بيادروغتياپه برخه کې لاس رسى نه لري.
دملګروملتونونړيوال سازمان دمعلوماتوله مخې په افغانستان کې له هرسل زره ميرمنوڅخه يوزره شپږسوه يې دزيږون پرمهال مري.


ساحل: پکتيا

 


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.